Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جوزجان امنيه قومانداني: شبرغان کې څلور وسله‌وال غله له پولیسو سره نښته کې وژل شوي

شبرغان (پژواک، ۲۶ سلواغه ۱۴۰۴): د جوزجان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولايت په مرکز شبرغان ښار کې څلور وسله‌وال غله له یوه کوره د غلا پر مهال له امنیتي ځواکونو سره نښته کې وژل شوي دي.
د جوزجان امنيې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه تېره شپه د دغه ولايت د مرکز شبرغان ښار لومړۍ امنيتي حوزې اړوند په جلال‌اباد کلي کې شوې ده.
سرچينې زیاته کړې: «دغه وسله‌وال کسان يوه کور ته ننوتلي، د کورنۍ غړي یې تړلي او یو څه نغدې پیسې او د سرو زرو ګاڼې یې غلا کړي وو.»
امنیې قوماندانۍ لیکلي چې امنیتي ځواکونه سیمې ته ورسېدل او د غلو د نیولو هڅه یې وکړه؛ خو وسله‌والو د محاصرې پر مهال ډزې وکړې او د تښتېدو هڅه یې کوله چې په پایله کې څلور واړه ووژل شول.
سرچینه کاږي چې نغدې پیسې، د سرو زرو ګاڼې او نور غلا شوي توکي بېرته يادې کورنۍ ته وسپارل شول.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.