Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او اوزبېکستاني چارواکو د ستراتيژيکو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د اوزبېکستان د ولسمشر د مرستیال سلاکار په کابل کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو مرکز له رییس سره په لیدنه کې د اوزبېکستان – افغانستان مشارکت په چوکاټ کې د ګډو اجنډاوو د پر مخ وړلو لپاره د همکاریو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د اوزبېکستان د ولسمشر د مرستیال سلاکار جاولون وخابوف پر اېکس‌پاڼه د یو پیغام په خپرولو د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز له رییس عبدالحی قانت سره په کابل کې له خپلې لیدنې خبر ورکړی دی.

په دغه پیغام کې ویل شوي چې نوموړي له عبدالحي قانت سره همدارنګه د دواړو هېوادونو او د ټولې سیمې د روانو بدلونونو په اړه د عامه پوهاوي زیاتولو پر ځینو لارو چارو بحث کړی دی.

هغه زیاته کړې ده: «د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز رییس او زه، له خپلو ټیمونو سره یو ځای، سره کښېناستو څو د دواړو څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر څرنګوالي خبرې وکړو، د اوزبېکستان – افغانستان مشارکت لپاره زموږ ګډ اجنډاوې پر مخ یوسو او له هر اړخه یې له واقعي محتوا څخه ډکې کړو.»

هغه ټینګار کړی چې دواړه لوري لېوال دي خپل اوږدمهاله ستراتيژيک اهداف پر عملي نوښتونو بدل کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.