Language

د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالۍ؛ افغانستان متحده عربي اماراتو ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د ۲۰۲۶ کال د کرکټ شل‌اوریز نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان په خپله درېیمه لوبه کې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړه.

نننې لوبه چې د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې ترسره شوه پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د توپ‌اچونې پرېکړه وکړه.

په دغه لوبه کې د متحده عربي اماراتو لوبډلې لومړۍ توپوهنه ترسره کړه او په ټاکلو شل اورونو کې یې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۰ منډې وکړې.

په دې لوبه کې عظمت الله عمرزي څلور او مجیب الرحمن د متحده عربي اماراتو دوه لوبغاړي وسوځول.

افغان لوبډلې ورکړل شوې هدف په شلم اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړه او متحده عربي اماراتو ته یې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د افغانستان له لوري په توپوهنه کې ابراهیم ځدراڼ ۵۳، عظمت الله عمرزي ۴۰ او دروېش رسولي ۳۳ منډې جوړې کړې.

د یادونې ده، افغان لوبډلې له دې مخکې په نړۍوال جام سیالیو کې دوه لوبې ترسره کړې چې لومړۍ لوبه یې نیوزلېنډ او دویمه یې بیا سوېلي افریقا ته بایللې ده.