Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بدخشان کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان د سرو زرو په کانونو کې پر کار بوخت دي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴):د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وایي چې د بدخشان ولایت د سرو زرو د کانونو د استخراج په پروژو کې له ۱۰۰ زرو ډېر کسان په مستقیم او غیرمستقیم ډول پر کار بوخت شوي دي او د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدمتونو له لارې د ۲۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ پرمختیايي پروژو چارې هم پیل شوې دي.

یاد وزارت په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې د بدخشان ولایت د شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنج‌خواه ولسوالیو کې د سرو زرو د کانونو د استخراج او اړوندو تخنیکي فعالیتونو په ترڅ کې له ۱۰۰ زرو څخه ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د سرچینې په وینا، د سرو زرو کانونو فعالیت نه یوازې د سیمې اوسېدونکو ته پراخې کاري زمینې برابرې کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم په څرګند ډول ښه کړی دی.

وزارت همداراز زیاتوي چې د بدخشان د کانونو د قراردادي شرکتونو د ټولنیزو خدمتونو له لارې تر اوسه د ۲۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۷ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي؛ په دغو پروژو کې د کوکچې سیند پر سر د پنځو اساسي پلونو جوړول، د سړکونو جوړول او بیارغونه، د اوبو رسولو شبکو جوړول، د عامه خدمتونو وړاندې کول او نور بنسټیزې پروژې شاملې دي.

په پای کې راغلي چې د دغو پروژو پلي کېدو د سیمې د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې مهم رول لوبولی او ګڼ شمېر نورو کسانو ته یې هم د کار زمینه برابره کړې ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.