Language

د پاکستان له زندانونو څه باندې ۱۰۰ افغانان ازاد شول

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): په کراچۍ کې د افغانستان کنسولګرۍ اعلان کړی چې ۱۰۵ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي او د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته لېږدول شوي دي.

په کراچۍ کې د افغانستان کنسولګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې په دغو افغانانو کې دوه ښځې او ۱۰ ماشومان هم شامل دي چې د نیول شوو کسانو له ساتنځایه خوشي او د چمن – سپین‌بولدک له لارې هېواد ته انتقال شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه اتباع له تېرې شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د سِند او بلوچستان په لارو کې د امنیتي ستونزو له امله د ساتنې په یوه مرکز کې ساتل کېدل چې په بالاخره افغانستان ته ولېږدول شول.