کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشدخان په نړۍ کې لومړنی لوبغاړی شو چې په شلاوریزو لوبو کې یې تر ټولو ډېرې (۷۰۰) ویکټې ترلاسه کړې.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي چې د ملي لوبډلې د شلاوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان نن یو بل ستر تاریخ هم جوړ کړ.
نوموړي په شلاوریزو سیالیو کې خپله ۷۰۰مه ویکټه نن له متحده عربي امارتو سره په لوبه کې ترلاسه کړه او په دې سره د کرکټ د نړۍ په تاریخ کې لومړنی توپاچوونکی شو چې په شلاوریزو سیالیو کې ۷۰۰ ویکټې پوره کوي او دغه ستره نړۍواله کارنامه د ځان او د افغانستان په نوم ثبتوي.
راشد خان تر دې مهاله په ۵۱۸ شلاوریزو لوبو کې ګډون کړی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP