Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې سلګونه راستنو شویو کډوالو سره د خرما مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري په کابل ۴۰۰ راستنو شویو کورنیو سره د خرما مرسته وشوه.

یاده مرسته د النور خیریه بنسټ په تخنیکي همکارۍ ووېشل شوه.

د النور خیریه بنسټ مشر، حمیدالله محمدي نن کابل کې په دې اړه جوړه شوې کې وویل، د مرستو دا بهیر به شاوخوا لس ورځې دوام وکړي او یوازې به کابل پورې محدود نهوي، بلکې د افغانستان بېلابېلو ولایتونو ته به هم وغځول شي.

هغه زیاته کړه: «موږ د کډوالو د ستونزو د کمولو لپاره خپلې مرستې دوامداره ساتلي دي. نن مو د کډوالو وزارت په همکارۍ په کابلکې د راستنو شوو کډوالو په کمپ کې څلور زره کارتنه خرما ووېشله او په نږدې ورځو کې به دا مرستې نورو ولایتونو ته هم ورسېږي

له بلې خوا، د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ رئیس محمودالحق احدي د یادو خیریه بنسټونو له همکاریو مننه وکړه او ویې ویل، دا ډولبشري اقدامات د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره مهم رول لري.

احدي زیاته کړه: «د ملک سلمان خیریه بنسټ او د النور خیریه مؤسسې له همکارۍ مننه کوو، هیله لرو چې دا ډول مرستې لا زیاتې شياو پراخې سیمې تر پوښښ لاندې راولي

په همدې حال کې، یو شمېر مرسته اخیستونکو پژواک ته وویل چې د روژې مبارکې میاشتې له رانږدې کېدو سره باید یوازې په خرما بسنهونه شي، بلکې نور اساسي خوراکي توکي هم د مرستو په چوکاټ کې ووېشل شي او شتمن هېوادوال دې د بېوزلو لاسنیوی ته دوامورکړي.

څلوېښت کلن باران، چې څو کاله یې په پاکستان کې د کډوالۍ ژوند تېر کړی او تازه افغانستان ته راستون شوی وایي: «موږ تازه له کډوالۍ راستانه شوي یو او هېڅ امکانات نه لرو، مرستې زموږ لپاره خورا مهمې دي

هغه له سوداګرو او خیریه بنسټونو وغوښتل چې له راستنو شویو سره مرستې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.