Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او اوزبېکستان ترمنځ د ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي

کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د افغان او اوزبېکستاني سوداګرو ترمنځ د سوداګریزو ناستو په پایله کې د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت  ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د یاد وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د سوداګرۍ د اړیکو کنفرانس د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د سوداګرۍ کچې لوړولو او د دواړو هېوادونو د اړتیاوو پوره کولو په موخه جوړ شوی و. په دې ناسته کې د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د اوزبېکستان د سیردریا والي ارکینجون توردیموف، افغان او اوزبېکستانی سوداګرو او پانګه‌والو برخه اخیستې وه.

نورالدین عزیزی ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا لپاره اراده موجوده ده او همدغه دلیل دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکو بې‌ساري پراخې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې د ۲۰۲۴ کال په نسبت به په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري زیاته شي او د همکارۍ ظرفیت له اوسني حده هم لوړ دی. عزیزي د دواړو هېوادونو صادراتي توکي یاد کړي او د افغانستان له خوا د ۸ ډوله توکو او د اوزبېکستان له خوا د ۶ ډوله توکو په اړه د ترجیحي هوکړه‌لیکونو د لاسلیک یادونه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د اوزبېکستان د سیردریا والي ارکینجون توردیموف د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او اقتصادي اړیکو او په دغه ولایت کې د ۳۰ افغان سوداګرو د فعالیت په اړه خبرې کړې او د صنعت، تصدیو او نوو او عملي پروژو برخو کې یې پر ګډو فعالیتونو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې توردیموف اوزبېکستان کې د پانګونې فرصتونو او اروپایي هېوادونو ته د صادراتي توکو په اړه هم خبرې کړې او د دواړو لورو سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې چې د خپلو وړاندیزونو او غوښتنو په اړه بحث وکړي.

د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی چې د دغه کنفرانس او سوداګریزو ناستو په پایله د ودانیزو چارو، خوراکي توکو، کرنې، موبل او فرنېچر، جامو او درملو برخو کې د څه باندې ۳۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ۲۵ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.