کابل (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): کابینې د کابل ولایت اداري کمپلېکس جوړولو د څرنګوالي او د روغتیايي کادرونو اړوند ستونزو ته د رسېدنې په اړه خبرې کړې دي.
د چارو ادارې خبرپاڼه کې راغلي چې په یاده غونډه کې د چارو ادارې د رییس په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د دهسبز ولسوالۍ د ترهخېلو تنګي سیمه کې د کابل ولایت اداري کمپلېکس جوړولو څرنګوالي په اړه ارزونه وکړي، د اړتیا وړ وجوه دې په ګوته او راپور دې د تصمیمنیونې په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په غونډه کې د ریاستالوزراء مقام اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې له روغتیايي ادارو سره د روغتیايي کادرونو د ستونزو او د هغو ته د حللارو موندلو په موخه غونډه وکړي او په دې اړه دې راپور د تصمیمنیونې په موخه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي.
د چارو ادارې لیکلي، غونډې ته د مالیې وزارت له لوري د ۱۴۰۴ مالي کال د درېیمې ربعې په پای کې د مرکزي او ولایتي غیرمالیاتي عوایدو، د عوایدو فرصتونو او د عایدلرونکو پراختیايي پروژو د لګښت چمتو شوی راپور وړاندې شو چې د تایید وړ وګرځېد.
خبرپاڼه کې راغلي چې په غونډه کې دغهراز هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته د رسېدنې او ورسره د اړینو مرستو په اړه بحث وشو او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه چې ستونزو ته یې د رسېدنې په موخه حللارې پیدا او اسانتیاوې رامنځته کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP