هرات (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): هرات کې په لومړي ځل د کورنیو او بهرنیو وګړو لپاره د کار د برېښنايي جوازونو د وېش بهیر پیل شو.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس حافظ میرزامحمد ابومنصور وایي، دغه بهیر د دې لپاره پیل شوی څو د اداري خدماتو وړاندې کول ساده شي، په حضوري بڼه مراجعهکوونکي کم شي، د ګڼېګوڼې مخنیوی وشي، د دوسیو د ارزونې بهیر ګړندی شي او د دولتي خدماتو په وړاندې کولو کې شفافیت ډېر شي.
هغه وویل، له دې وروسته غوښتونکي کولای شي د کار د جواز غوښتنه په انلاین بڼه ثبت کړي او ټولې مرحلې د ارزونې، تایید او جواز د صدور د پروسې له لارې د ډیجیټل سیسټم له لارې تعقیب کړي.
هغه زیاته کړه چې دغه برېښنايي سیسټم غوښتونکو ته دا امکان برابروي چې خپل مشخصات ثبت کړي، اسناد پورته کړي، د غوښتنې وضعیت تعقیب کړي او وروستی ځواب ترلاسه کړي.
د هرات د کار او ټولنیزو چارو رییس ټینګار وکړ چې د دغه سیسټم د تطبیق له امله، د خدماتو وړاندې کول معیاري، ګړندي او شفاف شوي او د داخلي او بهرنیو وګړو او پانګهوالو د رضایت زمینه برابره شوې ده.
دغه اقدام په داسې حال کې عملي کېږي چې په تېرو کلونو کې په دولتي ادارو کې د ډیجیټل خدماتو اړتیا زیاته شوې او هېوادوال غوښتنه کوي چې د رسمي خدماتو ترلاسه کول ساده، شفاف او ګړندي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP