Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ترافیکي پېښه؛ پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

غزني‌ښار (پژواک، ۲۸ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په آب‌بند ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپی شوی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه پرون د اب‌بند ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لویه لار د یوه باروړونکي او مسافروړونکي موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کاږي چې په پېښه کې پنځو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او یو ماشوم ټپي شوی دی.

سرچینې د دې پېښې لامل د چلوونکو بې‌احتیاطي بللې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.