Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني او جوزجان ولایتونو کې د اوبو رسولو درې شبکې جوړېږي

شبرغان، غزني (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴): ځایي‌ مسوولین وايي چې په غزني او جوزجان ولایتونو کې د اوبو رسولو درېيو شبکو جوړولو چارې پیل شوې دي.

د جوزجان د کلیو بیارغونې او پراختیا ريیس مولوي اسدالله حمزه وایي، د دغو پروژو جوړولو چارې د ۱۵۷ زره او ۶۵ امریکایي ډالرو په لګښت، د مرستندویو بنسټونو په همکارۍ د اقچې ولسوالۍ او د شبرغان ښار په اړوندو سیمو کې پیل شوې دي.

نوموړی زیاتوي، دغه پروژې د آقچې ولسوالۍ د «بېش‌کپه‌سرخ» کلي او د شبرغان ښار د «غزګي» کلي کې د AHF نړیوالې خیریه موسسې په مالي ملاتړ پلې کېږي او عملي چارې یې د (واک) موسسه پر مخ وړي.

د جوزجان د کلیو بیارغونې او پراختیا ريیس وایي، دا د اوبو رسولو شبکې د لمریزې برېښنا سیسټم له لارې او کور په کور جوړېږي چې په بشپړېدو سره به شاوخوا زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

د هغه په وینا، په دغو پروژو کې د سیمې د ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره د ۲۰ تشنابونو جوړول هم شامل دي.

په همدې حال کې، د جوزجان والي مولوي عبدالله سرحدي وایي، اسلامي امارت د هېواد په کچه د خلکو د اساسي اړتیاوو د پوره کولو په موخه د عامه ګټو پروژو پلي کولو ته ژمن دی.

نوموړی زیاتوي، اسلامي امارت هڅه کوي چې د عامه ګټو پروژې په بېلابېلو برخو، په ځانګړي ډول د اوبو رسولو په برخه کې پلې کړي، څو د خلکو اساسي ستونزې راکمې او د لومړنیو خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي.

همدارنګه، د غزني ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د ټولنیزو چارو عمومي مدیر ملا محمدرحیم هاشمي وایي، د دغه ولایت د ګیرو ولسوالۍ د شیلې کلي کې د اته میلیون افغانیو په لګښت د یوې د اوبو رسولو شبکې د جوړولو کار نن (چهارشنبه) په رسمي ډول پیل شو.

د هغه په وینا، دا پروژه د خلکو د اړتیاوو او غوښتنو پر بنسټ طرحه او پلې کېږي.

نوموړی زیاتوي، په دې پروژه کې د ۱۲۰ مترو په ژوروالي د یوې څاه کیندل، د ۲۰ مترمکعب په ظرفیت د اوبو زېرمې جوړول، د ۱۲ زره متره پایپ غځول او د ۱۳۳ نلکو نصب شامل دي.

د هاشمي په وینا، د دې پروژې پلې کېدو پر مهال به لسګونو ځایي کارګرانو ته د کار زمینه برابره شي او له بشپړېدو وروسته به د ګیرو ولسوالۍ د شیلې کلي ۳۲۲ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.