Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د يوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ مربوطاتو کې د کابل – کندهار پر لويه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو‌ ژوند له لاسه ورکړی دی.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک ته وویل چې دغه پېښه نن سهار (چهارشنبه) د مقر ولسوالۍ اړوند په بزکو سیمه کې د کابل–کندهار پر لویه لار هغه مهال شوې چې یو باروړونکی موټر له یو مسافربر وړونکي بس سره ټکر وکړ.

نوموړي زیاته کړه چې په دې پېښه کې درې کسان مړه شوي دي.

د هغه په خبره، له پېښې وروسته د مقر ولسوالۍ امنیتي ځواکونه پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او د قربانیانو جسدونه یې د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.

هغه له ټولو موټرچلوونکو وغوښتل چې د ترافیکي قوانینو جدي رعایت وکړي او د سفر پر مهال لازم احتیاط په پام کې ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي او د خلکو ژوند خوندي شي.

د یادونې ده، پرون هم د غزني په قره‌باغ او اب‌بند ولسوالیو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله اووه تنه مړه او ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.