Language

۲۱۴ افغانان د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي

کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې ۲۱۴ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن (پنجشنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې یاد کسان د پاکستان له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي او د روانې اونۍ په ترڅ کې هېواد ته راګرځېدلي دي.

یاد وزارت د کندهار د کډوالو او راستنېدونکو چارو ریاست د کډوالو د لېږد امریت د راپور له مخې ویلي چې دغه کسان له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې د بند موده تېره کړې وه.

سرچینې زیاته کړې چې یاد کسان تر ثبت وروسته د سپین‌بولدک د کډوالو د لېږد امریت له لوري د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوي دي.