کابل (پژواک، ۳۰ سلواغه ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وایي، د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک جوړولو پروژه د ۲.۴ میلیارد افغانیو په ارزښت په قرارداد ورکړل شوه او عملي چارې به یې په نږدې راتلونکي کې پیل شي.
د یاد وزارت ویاند محمداشرف حقشناس پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د میدانوردګو د اوسېدونکو د ترانسپورټي ستونزو د حل په موخه، د دغه وزارت د هڅو په پایله کې د چک – دایمیرداد ۶۰ کیلومتره سړک د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ د ۲ میلیارده او ۴۰ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې دي.
هغه د معلوماتو له مخې، سړک د میدانوردګ ولایت له چک څخه تر دایمیرداد ولسوالۍ پورې غځېدلی او د چک ولسوالۍ له بېلابېلو سیموتېرېږي، چې په اوږدو کې یې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو جوړول هم شامل دي.
حقشناس زیاته کړې، د دغه سړک په بشپړېدو سره به د دایمیرداد او چک ولسوالیو اوسېدونکو ته د تګ راتګ او د کرنیزو محصولاتو د لېږد رالېږد برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP