Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له متقي سره د یوناما د مرستیال د مخه ښې ليدنه؛ پر تعامل او همغږۍ خبرې شوې دي

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (يوناما) مرستیال اندریکا رټواټه د ا.ا د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د مخه ښې لیدنه کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي، افغانستان ته د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له مرستیال او استوګن همغږي‌کوونکي ښاغلي اندریکا رټواټه سره د مخه ښې لیدنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې چې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت سرپرسته او د سیاسي څانګې مشره جورجټ ګانیون او ورسره مل پلاوي هم ګډون درلود، دواړو لورو د افغانستان اسلامي امارت او ملګرو ملتونو ادارو ترمنځ د تعامل او همغږۍ په تړاو خبرې وکړې.
خبرپاڼه کې راغلي، دغه‌راز د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوناما د بشري چارو د همغږي‌کوونکي په صفت د اندریکا د رول ستاینه وکړه او په راتلونکي مأموریت کې یې ورته د بریا هیله څرګنده کړه.
یاد وزارت لیکلي، اندریکا هم په خپل وار د خپل ماموریت پر مهال د بهرنیو چارو محترم وزیر او په ټوله کې د بهرنیو چارو وزارت له همکاريو مننه وکړه او په افغانستان کې یې خپل ماموریت له ښو تجربو او خاطرو ډک وباله.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.