Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

يوناما: د ټولنيز عدالت تامين افغانستان کې د پایداره سولې او پرمختګ لامل کېدای شي

کابل (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ټولنیز عدالت له نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله، د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (يوناما) ويلي چې په افغانستان کې پایداره سوله او عادلانه پرمختګ هله راتلای شي چې د ټولنې د ټولو وګړو لپاره د کار او زده‌کړو زمينه برابره شي او زیانمن قشرونه په پرېکړو کې حقیقي برخه ولري.
نن (جمعه، د فبرورۍ ۲۰مه) د ټولنیز عدالت له نړۍوالې ورځې سره سمون لري.
د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي دفتر (یوناما) پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې هر افغان حق لري بې له تبعیضه او په عزت کار وکړي او عاید ترلاسه کړي او د کورنيو ملاتړ باید د بشري مرستو او متبادلو اقتصادي فرصتونو له لارې وشي.
یوناما زیاتوي، هیڅ هېواد ټولنیز عدالت ته نه شي رسېدلای چې نیمایي نفوس یې له منځنۍ زده‌کړو محروم وي.
سرچینه زیاتوي، پایدار سوله هغه وخت ترلاسه کېږي چې ټولې ټولنې په پرېکړو کې برخه ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.