کابل (پژواک، ۳ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د لیبیا سواحلو کې د پنځو پناهغوښتونکو مړي موندلي شوي او دغهراز د یونان کریټ ټاپو ته څېرمه د کښتۍ چپه کېدو له امله هم درې پناهغوښتونکي مړه او شل نور ژغورل شوي دي.
الجزیرې نن په یوه راپور کې ویلي چې تېره ورځ د لیبیا پلازمېنې طرابلس ته نږدې ساحل کې د پنځو پناهغوښتونکو مړي موندل شوي دي.
د ځايي پولیسو مسوول حسن الغویل ویلي: «هغه جسدونه چې موږ موندلي، لا هم سالم دي او ګومان کوو په دغه ساحل کې نور جسدونه هم وي.»
سرچینې لیکلي، دغهراز تېره ورځ د یونانو په کریټ ټاپو کې د پناهغوښتونکو یوه کښتۍ چپه شوې چې امله یې درې پناهغوښتونکي مړه او لږ تر لږه ۲۰ نور ژغورل شوي دي.
په راپور کې راغلي، په ژغورل شوو کې ډېری یې د مصر او سوډان هېوادونو دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP