غزنيښار (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): غزني کې یو شمېر خلک وايي چې دغه ولایت ته ډېر کورني او بهرني سیلانیان ورځي خو د اسانتیاوو او امکاناتو کموالي له امله دغلته ډېر نه شي پاتې کېدای او غوښتنه کوي چې معیاري تفریحي ځایونه او عصري هوټلونه دې جوړ شي.
غزني له تاریخي او فرهنګي پلوه د هېواد یو له مهمو ولایتونو شمېرل کېږي؛ هر کال د تاریخي سیمو او ابدو لیدلو لپاره په ډېر شمېر سیلانیان ورځي. د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د روان کال په پيل کې یو راپور خپور کړ چې په تېر یوه کال کې ۳۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.
د غزني ښار یوه اوسېدونکي شمسالدین هاديزاده پژواک ته وویل، که څه هم غزني ته کورني او بهرني سیلانیان د تاریخي ابدو لیدو لپاره ورځي، خو د تفریح لپاره مناسب ځایونه په نشت حساب دي چې دا چاره د سیلانیانو د اوږدمهاله پاتې کېدو او بیا راتګ مخه نیسي.
د ده په خبره، په ښار کې د حکیم سنایي په نوم یو کوچنی پارک شته، خو د ښار نفوس او اړتیاوو ته په په کتو بسنه نه کوي.
دی غوښتنه کوي چې د تفریحي پارکونو او هوټلونو ترڅنګ دې معیاري سټیډیومونه، جمنازیمونه او سوناوې هم جوړې شي.
د محمدهارون اریا په نوم یو بل کس هم وایي، غزني د هېواد له مهمو تاریخي ولایتونو شمېرل کېږي او ټول اوسېدونکي یې هیله لري چې د تاریخي ارزښت ترڅنګ دې د عصري تفریحي اسانتیاوو په رامنځته کېدو سره د ځوانانو اړتیاوې پوره شي چې له دې سره به سیمهییز اقتصاد هم وده وکړي.
غزني کې یو ټولنیز فعال فاروق پویا وايي چې په دغه کې د تفریح لپاره معیاري ځایونه او د اوسېدو لپاره عصري هوټلونه نشته او که دې برخې ته جدي پاملرنه وشي، د سیلانیانو په راتګ کې به د پام وړ زیاتوالی راشي.
هغه زیاته کړه، غزني له تاریخي پلوه ځانګړي ځایونه لري، خو د تفریحي زیربناوو نشتوالی د دې لامل شوی چې سیلانیان د لنډ وخت لپاره پاتې شي.
نوموړي وویل که د تاریخي ابدو ترڅنګ تفریحي ځایونو ته پارملرنه وشي او عصري تفریحي اسانتیاوې رامنځته شي، د سیلانیانو په راتګ کې به زیاتوالی راشي او د دغه ولایت اقتصاد به ورسره غوړېږي.
بلخوا، مسوولین هم مني چې په دغه ولایت کې د تفریح او اوسېدو لپاره کافي اسانتیاوې نشته، خو ډاډ ورکوي چې حکومت دې برخې ته متوجه دی.
د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي حمیدالله نثار پژواک ته وویل، د ښاروالۍ له مسوولینو سره یې په دې اړه ناستې کړې دي څو د تفریحي ځایونو جوړولو لپاره عملي ګامونه پورته شي.
هغه زیاته کړه چې یو شمېر ملي سوداګر هم د پانګونې لېوالتیا ښيي او په وینا یې، یو خصوصي پانګهوال په غزني ښار کې د څه باندې دوهنیم میلیون ډالرو په پانګونه د سونا یو حوض پرانیستی دی.
نثار له نړۍوالو مرستندویه بنسټونو هم وغوښتل چې د ځوانانو د سالمو بوختیاوو او سیاحت د ودې په موخه دې په یاده برخه کې خپلې مرستې نه سپموي.
د یادونې ده، د تېر حکومت پر مهال د دغه ولایت د ناور ولسوالۍ اړوند دښتې ته د ملي پارک نوم ورکړل شوی و، خو د عملي کارونو د پيل څرک یې لا هم نه لیدل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP