Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د پاکستان د وړمې شپې برید؛ پنځه کسان لا هم نادرکه دي

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): د ننګرهار په بهسودو کې د پاکستان پوځي رژیم د وړمې شپې برید کې پنځه نادرکه شوي کسان لا هم نه دي موندل شوي، دغه‌راز دوه ماشومان په خوږیاڼو کې په برید کې ټپيان شوي او یو ماشوم په مومندره کې پاکستاني ځواکونو په دهشکه ویشتلی او ټپي شوی دی.

د پاکستان پوځي رژیم وړمه شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې د استوګنې پر سیمو هوایي بریدونه وکړل. تېره ورځ د ننګرهار د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې د ۱۳ شهیدانو د تدفین مراسم ترسره شول او پنځه نور کسان لا تر اوسه نادرکه دي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي: «د پاتې پنځو کسانو جسدونه اوس هم نادرکه دي او د هغه ځای خاوره چې جسدونه په‌کې نادرکه وو، ټوله بار او بل ځای ته انتقال شوه.»

سرچینه زیاتوي، په دغو بریدونو کې اته نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د ټپیانو له ډلې پنځه کسان د بهسودو ولسوالۍ، دوه تنه د خوګیاڼو ولسوالۍ او یو ماشوم د مومندرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ټپیان شوي دي. یاد ماشوم هغه مهال چې د څارويو په څرولو بوخت و، د پاکستان د پوځي رژیم له لوري په دهشکه وویشتل شو او ټپي شو.»

امنیې قوماندانۍ لیکلي، د دغو بریدونو ټول قربانیان د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.