Language

«د ټاپي پروژې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه تر هرات ښاره بشپړه شي»

کابل (پژواک، ۴ کب ۱۴۰۴): د ترکمنستان پخوانی ولسمشر وایي چې د ټاپي د ګاز نل‌لیکې غځولو پروژې لومړۍ برخه به د ۲۰۲۶ کال تر پایه تر هرات ښاره بشپړه شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، قربان‌قلي بردي محمدوف ویلي، دوی د نړۍوالو شرکتونو هرکلی کوي څو د ټاپي د ګاز نل‌لیکې پروژه کې برخه واخلي؛ هغه پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان، پاکستان او هند بازارونو ته لېږدوي.

نوموړي ټینګار کړی چې دغه پروژه د امریکا متحده ایالتونو امریکا له ملاتړه برخمنه ده.

هغه زیاته کړې چې دغه پروژه باید د افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ پر اوږدمهالو تاوتریخوالو برلاسي شي.

بردي محمدوف همدارنګه ویلي، د ترکمنستان اصلي موخه دا ده څو د خپلو سترو ګازي زېرمو صادراتو کې تنوع رامنځته کړي.

د یادونې ده، ټاپي پروژه د هېواد په کچه له سترو ټولګټو پروژو ده چې د سیمې د اقتصادي ودې او په افغانستان کې د کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره مهم رول لري.

همدارنګه، د روان کال د سلواغې په ۱۲مه، د ترکمنستان پلاوي د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر رشید مردوف په مشرۍ، د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم له وزیر ملا هدایت‌الله بدري او د دواړو لورو له یو شمېر چارواکو سره یو ځای، د تورغونډۍ بندر او د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرمختګ بهیر وکوت.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.