کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، په یمن کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د الجزیرې د راپور له مخې، یاده پېښه تېره ورځ د جنوبي یمن د المحفد ولسوالۍ د لحمر په سیمه کې د یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
راپور کې راغلي چې چې په دغه ترافیکي پېښه کې د اتو ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۶ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
سرچینې زیاته کړې، د ټکر وروسته اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې بس په بشپړه توګه سوځېدلی او د سپرلیو له ډلې هېڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي.
په راپور کې راغلي چې د یاده پېښه په وروستیو کلونو کې په یمن کې دوېیمه تر ټولو خونړۍ ترافیکي پېښه بلل شوې او تر دې دمه په ۲۰۲۶ کال کې تر ټولو مرګونې پېښه ده.