Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي کمېسیون د معیار او کیفیت ادارې ۲۳ معیارونه او ازمایښتي تګلارې تایید کړې

کابل (پژواک، ۶ کب ۱۴۰۴): د معیار او کیفیت اداره وایي چې د اقتصادي کمېسیون په نوبتي غونډه کې د دغې ادارې اړوند د ۲۳ کورنیو معیارونو او ازمایښتي تګلارو مسودې تایید شوې.

د یادې ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه غونډه د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ ترسره شوه.

سرچینې زیاته کړې چې د غونډې د پرېکړې له مخې، د معیار او کیفیت ادارې له لوري د کورنیو معیارونو لپاره وړاندې شوې ۱۲ مسودې او د ازمایښت ۱۱ تګلارې د اقتصادي کمېسیون له لوري منظورې شوې.

د خبرپاڼې له مخې، یاد معیارونه د ودانیزو توکو، برېښنايي او طبي وسایلو او سامان‌آلاتو، نساجۍ او چرم، پلاستیکي توکو، او د خوراکي توکو او کرنیزو محصولاتو سکټورونه رانغاړي.

د معیار او کیفیت ادارې لیکلي چې د دغو معیارونو او ازمایښتي تګلارو پلي کېدل به په هېواد کې د کیفیت د کنټرول سیستم پیاوړی کړي او د کورنیو تولیداتو د معیاري کېدو په برخه کې به مهم ګام ثابت شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.