Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي د خپلو معاشونو ډېرېدو غوښتنه کوي

کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د کابل ښار د دولتي ښوونځیو یو شمېر ښوونکي خپل اوسني معاشونه ناکافي بولي او د ډېرېدو غوښتنه یې کوي؛ خو د پوهنې وزارت مسوولین وایي چې دا مهال د ښوونکو معاشونه پر خپل وخت ورکول کېږي او هڅه روانه ده چې دغه قشر ته لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د ښوونکو په خبره، د ښوونکو اوسنی معاش د هغوی کاري سابقې او د تحصیلي کچې ته په کتو له ۷ زره تر ۱۳ زره افغانیو پورې دی؛ خو د ژوند د لګښتونو، د کور کرایې او نورو لومړنیو مصارفو د زیاتوالي له امله دا اندازه معاش د کورنیو اساسي اړتیاوې نه شي پوره کولی او د بیاکتنې اړتیا لري.

محبوبه، چې د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې د دولتي ښوونځي یوه ښوونکې ده، د لیسانس سند لري او ۳۴ کاله کېږي چې پر دې دنده کار کوي. هغې پژواک ته وویل: «زما شخصي معاش ۹ زره او ۲۰۰ افغانۍ دی چې د اوسنیو شرایطو او د لوړو بیو په پام کې نیولو سره ډېر کم دی او یوه لس کسیزه کورنۍ نه شي کولی تر بلې میاشتې پورې په ښه ډول پرې ژوند وکړي.»

د هغې په باور، که ښوونکي له خپل میاشتني معاشه د کور کرایه ورکړي، د نورو اړتیاوو لپاره ورته بسنه نه کوي. نوموړې وویل چې څو ځلې یې په سیمینارونو او نظرپوښتنو کې له مسوولینو سره دا ستونزه شریکه کړې، خو تر اوسه کوم بدلون نه دی راغلی. دې ښوونکې دا هم وویل چې کله ناکله د معاشونو ځنډ هم دوی له ستونزو سره مخ کوي.

محبوبه زیاتوي چې د معاشونو کموالی او اقتصادي ستونزې ښوونکي له رواني پلوه ناارامه کوي او نه شي کولی درسونه په سمه توګه زده‌کوونکو ته وړاندې کړي. هغې له اسلامي امارته وغوښتل چې د یوه پیاوړي تعلیمي سکټور لپاره، د نړۍوالو معیارونو په رڼا کې، ښوونکو ته پاملرنه وشي.

مریم (مستعار نوم)، د کابل ښار بله ښوونکې چې د لیسانس سند لري، وایي، پنځه کاله کېږي دغه دنده کوي. د هغې په خبره، میاشتنی معاش یې بسنه نه کوي؛ ځکه په کرایي کور کې اوسېږي. هغې وویل: «د کور ټول مسوولیت زما پر غاړه دی؛ زموږ په کور کې دوه نارینه دي، یو یې تقاعد شوی او بل یې هم یوازې دومره کار کوي چې ورځ پرې تېره کړي.»

هغې ټینګار وکړ چې ښوونکی باید له مالي پلوه پیاوړی شي، څو وکولای شي خپله ټوله انرژي د زده‌کوونکو تعلیم او تربیې ته ځانګړې کړي. نوموړې زیاته کړه چې د تېر حکومت پر مهال یې هم د معاشونو د زیاتوالي غوښتنه کړې وه، خو پام ورته نه و شوی او اوس هم له اسلامي امارته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د کابل ښار د دولتي ښوونځي بله ښوونکې نفیسې شفیعي پژواک ته وویل، ۱۹ کاله کېږي د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي. هغې د لیسانس سند د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د کیمیا له څانګې ترلاسه کړی دی. د نوموړې په خبره، کابل ښار کې د لومړنیو او د اړتیا وړ نورو توکو بیو ته په کتو اوسنی معاش کافي نه دی.

هغې هم له اسلامي امارته د معاش د زیاتېدو غوښتنه وکړه او ویې ویل: «اصلي دلیل چې زه د معاش زیاتېدل غواړم، دا دی چې لږ تر لږه د همدغه معاش له لارې عادي ژوند ولرو؛ ځکه بیې لوړې دي، د ژوند لګښتونه زیات دي، خو معاش کم دی او بسنه نه کوي.»

د هغې په خبره، که معاشونه زیات نه شي، ښوونکي به له ذهني ناارامۍ او کمزوري اقتصادي وضعیت سره ټولګي ته ننوځي چې دا د تدریس پر بهیر هم منفي اغېز کوي.

کابل ښار کې بله ښوونکې ریحانه وایي، ۱۷ کاله کېږي چې د ښوونکې په توګه دنده ترسره کوي او د لیسانس سند لري. هغې وویل: «اوس مهال زما معاش نږدې ۹ زره افغانۍ دی چې هیڅ بسنه نه کوي.»

نوموړې زیاته کړه که د ښوونکو معاشونو ته پاملرنه وشي، ښه به وي؛ ځکه چې له مالي پلوه د ذهني ارامتیا په صورت کې کولای شي زده‌کوونکو ته په ښه توګه درس ورکړي.

په همدې حال کې، د پوهنې برخې فعاله سوریا یوسفي وایي چې ښوونکي د ټولنې بنسټیز قشر جوړوي، خو په افغانستان کې له کم‌درامده کارکوونکو ګڼل کېږي. هغې زیاته کړه چې د معاش کموالی په ښوونکو کې یو ډول اضطراب رامنځته کوي چې دا د تدریس پر کیفیت منفي اغېز لرلای شي. یوسفي هیله څرګنده کړه چې د اسلامي امارت له لوري د ښوونکو د معاشونو ډېرېدو برخه کې پاملرنه وشي.

د پوهنې وزارت ویاند قاري منصوراحمد حمزه پژواک ته وویل، اسلامي امارت هڅه کوي ښوونکو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. د هغه په وینا، د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې اسلامي امارت به د امکاناتو په پام کې نیولو سره، د وخت په تېرېدو د ښوونکو د معاشونو په برخه کې پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۲ کال د تلې په ۱۳مه د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي وو چې د پوهنې د پیاوړتیا لپاره به هیڅ ډول هڅه ونه سپموي او که امکانات برابر شي، لومړنی قشر چې معاشونه به یې لوړېږي، ښوونکي به وي. هغه ټینګار کړی و: «موږ معاشونه د شته امکاناتو له مخې تنظیم کړي او هر کله چې امکانات زیات شي، لومړني کسان چې معاشونه به یې لوړېږي، ښوونکي به وي.»

له بلې خوا، د پوهنې وزارت ویاند وویل: «هغه څه چې د اسلامي امارت او د پوهنې وزارت په توان کې وي، ان‌شاءالله له ښوونکو به ونه سپمول شي.»

هغه زیاته کړه چې وزارت د ښوونکو، کارکوونکو او زده‌کوونکو لپاره د شته توان له مخې د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.

منصوراحمد حمزه دغه‌راز وویل چې دا مهال د افغانستان په ټولو سیمو کې د ښوونکو معاشونه پر خپل وخت ورکول کېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.