کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (یواېنډيډپي) مشر وايي چې افغانستان لا هم له جدي اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دی، خو په عین حال کې ځیني مثبت پرمختګونه هم لیدل کېږي او دغه هېواد کولای شي د نړۍوال ملاتړ په دوام سره د ثبات او ودې پر لور ولاړ شي.
د یواېنډيډپي مشر سټیفن روډریګز له پژواک سره په ځانګړې مرکه وویل چې د خوړو نړۍوال پروګرام د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۷.۴ میلیون افغانان لا هم د خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري او د یواېنډيډپي ارزونو له مخې، نږدې ۷۵ سلنه خلک د ژوندي پاتې کېدو په حالت کې ژوند کوي.
دی وايي، په تېرو دوه نیمو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له پنځه میلیونه ډېر افغانان هېواد ته راستانه شوي او دغهراز وچکالۍ، سېلابونو او اقلیمي بدلونونو د خلکو اقتصادي ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
هغه زیاتوي: «افغانستان په ډېر حساس پړاو کې دی؛ لا هم لویې بشري او اقتصادي ستونزې شته، خو ځینې مثبتې نښې هم لیدل کېږي.»
اقتصادي وضعیت او مثبت پرمختګونه
د یواېنډيډپي مشر وویل چې په تېرو څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې سوله او نسبي ثبات رامنځته شوي او دا د اقتصادي ودې لپاره مهم فرصت دی.
د هغه په وینا، نړۍوال بانک اټکل کړی چې د افغانستان اقتصاد په تېر کال کې له څلورو سلنې ډېره وده کړې او د بانکي سکټور پر وړاندې د خلکو باور هم زیات شوی دی.
هغه زیاته کړه چې خصوصي سکټور د پراختیا په حال کې دی او حکومت هم د عوایدو راټولولو او بنسټیزو پروژو پلې کولو هڅې زیاتې کړې دي.
د یواېنډيډپي لومړیتوبونه
روډریګز وویل، د دوی د ادارې اصلي موخه دا ده چې افغانان له بشري مرستو پر ځان بسیا ژوند ته ورسېږي.
د هغه په خبره، دوی پر درېیو مهمو برخو تمرکز کوي:
- د کارموندنې او معیشت برابرول
- بنسټیزو خدماتو ته لاسرسی
- د اقلیمي بدلون د اغېزو کمول
هغه زیاته کړه چې د اوبو مدیریت، چکډیمونو او بندونو جوړولو او د سېلابونو مخنیوي پروژو کې پراخه پانګونه شوې ده.
د بېکارۍ او فقر د کمولو هڅې
د ملګرو ملتونو دغه استازي وویل چې د بېکارۍ او فقر کمول یوازې د یواېنډيډپي کار نه دی او د دې لپاره د حکومت او نړۍوالو پانګونو ته اړتیا ده.
د هغه په وینا، اوس مهال یوازې شاوخوا ۴۰ سلنه افغانان برېښنا ته لاسرسی لري او د بنسټیزو پروژو پلې کول د اقتصادي ودې لپاره مهم دي.
دی وايي چې یواېنډيډپي د کرنې او سوداګرۍ برخو کې عملي پروګرامونه پلي کړي دي.
د نوموړي په خبره، شاوخوا ۷۰ سلنه افغانان خپلې اړتیاوې د کرنې له لارې پوره کوي او د بزګرانو ملاتړ د فقر کمېولو برخه کې مهم دی.
د یواېنډيډپي پروژو اغېزې
د یواېنډيډپي مشر وویل چې د کوکنارو د کښت له بندیز وروسته له څه باندې ۷۰ زره بزګرانو سره مرسته شوې چې بدیل فصلونه وکري.
هغه زیاته کړه چې په تېرو څو کلونو کې یواېنډيډپي له ۸۰ زرو د زیاتو سوداګریو ملاتړ کړی چې په پایله کې یې شاوخوا ۴۳۰ زره دندې رامنځته شوې دي.
د نوموړي په وینا، په روغتیايي برخه کې تېر کال له څه باندې ۲.۵ میلیون افغانانو سره د درملنې برخه کې مرسته شوې او له ۲۰۰ څخه ډېرو روغتیايي مرکزونو ته لمریزه برېښنا برابره شوې ده.
د ښځو اقتصادي رول
روډریګز وویل چې پر ښځو محدودیتونه د افغانستان اقتصاد ته د پام وړ زیان اړوي.
د هغه په خبره، نړۍوال بانک اټکل کوي چې دغه محدودیتونه هر کال شاوخوا ۱.۳۷ میلیارده ډالر زیان اړوي، په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې د ارزونو له مخې، دغه زیان په تېرو دوو کلونو کې نږدې ۱.۹۲ میلیارد ډالرو ته رسېدلی دی.
هغه وویل چې دوی د ښځو له خوا د ترسره کېدونکو شاوخوا ۷۸ زرو کاروبارونو ملاتړ کړی دی.
د ښځو پر کار د محدودیتونو اغېزې
د ملګرو ملتونو دغه استازي وویل چې د ښځو پر کار محدودیتونه د ملګرو ملتونو او نړۍوالو موسسو پر فعالیتونو منفي اغېز کړی دی.
هغه زیاته کړه چې ځیني روغتیايي او تعلیمي خدمات یوازې د ښځو له لارې وړاندې کېدای شي او د ښځینه کارکوونکو نشتوالی د خدماتو د کمېدو لامل شوی دی.
د نړۍوالې ټولنې رول
روډریګز ټینګار وکړ چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ثبات لپاره مهم رول لري.
هغه زیاته کړه: «اوس له افغانستانه د مخ اړولو وخت نه دی، بلکې د دې وخت دی چې د افغانستان په اوږدمهاله پراختیا کې پانګونه وشي.»
د هغه په وینا، هر کال شاوخوا ۴۰۰ زره ځوانان له تعلیمي نظامه فارغېږي او کاري فرصتونو ته اړتیا لري.
نوموړي په دې ځانګړې مرکه کې افغانان زغملرونکي او پیاوړي خلک وبلل او ویې ویل چې افغانستان به روښانه راتلونکی ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP