Language

د څلور ساعته انتقامي بریدونو پای؛ ۵۵ پاکستاني عسکر ووژل شول، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې فتحه شوې

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، پر پاکستان انتقامي عملیات پای ته ورسېدل، ۵۵ پاکستان عسکر وژل شوي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې فتحه او ګڼ شمېر نظامي تجهیزات افغان ځواکونو ته په لاس ورغلي دي.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې پر شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او ننګرهار کې د استوګنې پر سیمو هوایي بریدونه وکړل. تېرهورځ د ننګرهار د بهسودو په ګردي کڅ سیمه کې د ۱۳ شهیدانو د تدفین مراسم ترسره شول او پنځه نور کسان لا تر اوسه نادرکه دي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې په انتقامي بریدونو کې بیګا شپه اته بجې په شرق او جنوب شرق استقامتونو ددیورندکرښې په هغې غاړه کې د پاکستاني پوځيانو پوستې تر کارنده ګوزارونو لاندې ونیول شوې.

خبرپاڼه کې راغلي، په دیورند کرښه د پاکستاني پوځیانو د ځپلو په دغو انتقامي عملیاتو کې مجموعا ۵۵ تنه پاکستاني عسکر وژل شوي،دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې فتحه شوې دي.

سرچینه زیاتوي، یاد بریدونه د پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کنړ او نورستان ولایتونوته څیرمه د دیورند کرښې په پورې غاړه دپاکستاني پوځي رژيم په عسکرو ترسره شول.

ملي دفاع وزارت لیکلي، په دغو بریدونو کې عملیاتي قطعاتو ته ورکړل شوي هدفونه له پلان سره سم تر لاسه شول او د شپې په ۱۲ بجو داسلامي امارت د لوی درستیز په امر جګړه ودریده.

خبرپاڼې له مخې، په دغو انتقامي عملیاتو کې مجاهدینو په لوړ مورال سره د دیورند کرښې په امتداد کې د پاکستاني پوځیانو دوهقرارګاوې، ۱۹ پوستې په هماهنګ ډول له منځه یوړې او له ۴ نورو پوستو څخه یې پخپله عسکر وتښتیدل، د ځینو جسدونه د اسلاميامارت د مجاهدینو لخوا افغانستان ته را انتقال شوي، یو شمیر ژوندي هم نیول شوي، او ډیرې نور یې په تيښته بریالي شوي دي.

سرچینې د معلوماتو له مخې، په یادو عملیاتو کې لسګونه میله سپکه او درنه وسله، مهمات او نظامي توکي افغان ځواکونوته په لاس ورغليهمدا ډول د دښمن یو ټانک سوځول شوي او یو لوی د پوځيانو د انتقالاتو موټر هم نیول شوی دی.

ملي دفاع وزارت لیکلي، په دغه انتقامي عملیاتو کې اته مجاهدین، شهیدان، ۱۱ ټپیان او په ننګرهار کې د مهاجرینو په کمپ د توغندیو په برید کې ۱۳ تنه ملکي هېوادوال هم ټپيان شوي دي چې یو شمیر یې ښځې او ماشومان دي.