کابل (پژواک، ۷ کب ۱۴۰۴): د ایران د بهرنیو چارو وزیر له افغانستان او پاکستان څخه غوښتي چې خپل اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي او زیاته کړې یې ده، دوی چمتو دي څو د دغو دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو او همکاریو پیاوړتیا برخو کې اسانتیا رامنځته کړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له افغانستان او پاکستانه غوښتي چې شته اختلافات د ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې د خبرو له لارې مدیریت او حل کړي.
هغه پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د ایران اسلامي جمهوریت د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو د اسانتیا او د تفاهم او همکارۍ د پیاوړتیا لپاره هر ډول مرستې ته چمتو دی.»
د پاکستان پوځي رژیم د تېرې اونۍ د یکشنبې په شپه په پکتیکا کې پر یوه مدرسه او د ننګرهار په بهسود ولسوالۍ کې پر یوه کور هوايي بریدونه وکړل. د بهسود برید کې د یوې کورنۍ ۱۷ کسان چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو، شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
د دغو بریدونو په غبرګون کې د اسلامي امارت ځواکونو تېره شپه په پکتیکا، پکتیا، خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان ولایتونو کې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته د پاکستان امنیتي پوستې تر سختو غچاخیستونکو بریدونو لاندې ونیوې.
د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغان ځواکونو په دغو عملیاتو کې ۵۵ پاکستاني سرتېري وژلي، دوه قرارګاوې او ۱۹ پوستې یې نیولې دي او له څلورو نورو پوستو پاکستاني سرتېري تښتېدلي دي.
د دفاع وزارت خبرپاڼه کې راغلي: «په دغو عملیاتو کې زموږ ۸ مجاهدین د شهادت لوړ مقام ته رسېدلي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي. همدارنګه، د دښمن د راکټي برید له امله په ننګرهار کې د کډوالو پر کمپ ۱۳ ملکي هېوادوال ټپیان شوي چې یو شمېر یې ښځې او ماشومان دي.»
یاد بریدونه د تېرې شپې په نیمایي کې پای ته رسېدلي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد تېره شپه وویل: «بزدلو پاکستاني ځواکونو په کابل، کندهار او پکتیا کې پر ځینو سیمو بمبارۍ وکړې خو الحمدالله ځاني تلفات نه لري.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP