کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۴): د پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا په خوست، پکتیکا او پکتیا ولایتونو کې استوګنیزې سیمې په نښه کړي چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۴ کسان شهیدان او ۴۲ نور ټپیان شوي دي.
د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز وایي، نن ماسختن يو ځلې بيا د په ځاځي میدان، او عليشېرو او تريزيو ولسواليو کې، د فرضي کرښې په اوږدو کې د افغان ځواکونو لهخوا د پاکستان پوځي رژيم پر پوستو د انتقامي بريدونو نوي څپه پيل شوه.
دغه راز د راپورونو له مخې، د پکتیا ولایت په ډنډ پټان، ننګرهار په نازیانو او د کونړ ولایت په ځینو ولسوالیو کې هم د انتقامي بریدونو د نوې څپې بریدونه روان دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان فوځي رژیم له لوري یو ځل بیا په خوست او پکتیکا کې د عامو ولسي وګړو کورونه په قصدي توګه په نښه شوي چې ۱۹ تنه ولسي خلک په کې په شهادت رسېدلي او ۲۶ نور ټپیان شوي.
هغه لیکلي چې په شهیدانو او ټپیانو کې اکثریت یې ماشومان او ښځې دي.
یوې بلې سرچینې پژواک ته ویلي چې نن ماښام ۷ بجې د پڪتیا ولایت د پټان ولسوالۍ فرضي ڪرښې ته څېرمه سیمو باندې د پاکستاني ملېشو له خوا یو ځل بیا بریدونه وشول.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې څلور تنه شهیدان شوي او ۱۶ تنه ټپيان دي.
سرچینه زیاتوي چې یاد ټول کسان ملکي وکړي دي او په شهیدانو ڪې دوه ماشومان او دوه لویان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP