فیروزکوه (پژواک، ۹ کب ۱۴۰۴): په غور ولایت کې د کارګرو او له ښوونځي د پاتې ماشومانو د وضعیت په اړه د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته یوه ځوان د یوه ښوونیز نوښت له لارې د یو شمېر یادو ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړې او د هغوی د تګراتګ ټول لګښتونه یې هم پر غاړه اخیستي دي.
پژواک د روان کال د سلواغې میاشتې پر نولسمه د «فقر په غور کې ځیني ماشومان له ښوونځي درنو کارونو ته اړ کړي» تر سرلیک لاندې راپور خپور کړی و.
په دغه راپور کې له ماشومانو سره شوې مرکې ښيي چې هغوی زدهکړو او ښوونځي ته د تلو لېوالتیا لري، خو د بېوزلۍ له امله له زدهکړو پاتې شوي دي. دغو ماشومانو همداراز له اسلامي امارت او خیرغوښتونکو کسانو غوښتي وو چې د دوی لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د غور په مرکز فیروزکوه کې د یوه خصوصي ښوونځي او څو ښوونیزو مرکزونو مالک غلامسخي سخا پژواک ته وویل: «کله چې مې د پژواک راپور ولوست، پر هغو ماشومانو مې زړه وسوځېد، ومې ویل، د دې پر ځای چې دغه ماشومان اوس په ښوونځي کې وای او زدهکړې یې کولای، د کثافاتو په ټولولو او درنو کارونو بوخت دي، یا یتیمان دي او څوک نه لري. همدې موضوع زه وهڅولم چې یو شمېر دغه ماشومان له ښاره راټول او ښوونځي ته یې شامل کړم.»
نوموړي چې ویل یې تر اوسه یې د ښار په بېلابېلو برخو کې ۲۰ ماشومان په نښه کړي او د نوي تعلیمي کال لپاره یې ښوونځي ته شامل کړي، زیاته کړه چې د زدهکړو ترڅنګ یې ښوونځي ته د هغوی د تګراتګ ټول لګښتونه هم پر غاړه اخیستي دي.
سخا وویل: «زما ټوله هڅه دا ده چې دا ماشومان، د ښوونځي ترڅنګ په خپلو ښوونیزو کورسونو کې هم شامل کړم، څو تر دوولسم ټولګي پورې په معیاري ډول زدهکړې بشپړه کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.»
له بلې خوا، هغه ماشومان چې د دغه ځوان په ملاتړ په خصوصي ښوونځي کې شامل شوي، د خوښۍ په څرګندولو سره وایي چې اوس د راتلونکي په اړه هیلهمن شوي او نور د درنو کارونو کولو ته نه اړ کېږي.
لس کلن جاوېد چې یتیم دی وايي: «خوښ یم چې یو څوک زموږ په فکر کې شو، اوس کولای شو ښوونځي ته ولاړ شو او زدهکړې وکړو.»
همداراز فیروزاحمد، هغه ماشوم چې پخوا به یې د کورنۍ د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره په ښار کې کثافات راټولول، په خوښۍ سره وایي: «زما ارمان و چې ښوونځي ته ولاړ شم، خو زموږ کورنۍ ډېره بېوزله وه، د قلم، کتاب او کتابچې د اخیستو توان یې نه درلود، مجبور وم کار وکړم؛ اوس چې استاد سخا زه خپل ښوونځي ته شامل کړی یم، ډېر خوشحاله یم، هڅه به وکړم ښه درس ووایم، څو په راتلونکي کې انجنیر شم او له نورو سره مرسته وکړم.»
په همدې حال کې، د غور یو ښوونکی صابر افضلي بېوزلي له زدهکړو د ماشومانو محرومیت اصلي لامل بولي او ټینګار کوي چې له بېوزلو ماشومانو سره داوطلبانه مرسته نه یوازې د فرد، بلکې د ټولنې راتلونکي ته ګټه رسوي او کولای شي د فقر کړۍ ماته کړي.
د هغه په وینا، که دا ډول نوښتونه د نورو شتمنو کسانو لپاره بېلګه وګرځي، زدهکړو ته به د ماشومانو لاسرسی زیات شي او له درنو کارونو به وژغورل شي.
غلامسخي سخا هم وایي چې د پژواک د راپور تر خپرېدو وروسته یې نور ماشومان هم جذب کړي او هڅه کوي چې د یتیمانو او بېوزلو ماشومانو لپاره د وړیا زدهکړو زمینه برابره کړي؛ دا اقدام د ټولنیز مسوولیت د پیاوړتیا پر وړاندې د رسنیو د اغېز څرګنده بېلګه بلل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP