کابل (پژواک، ۱۲ کب ۱۴۰۴):ګارډین ورځپاڼې د کوېټ د دفاع وزارت له قوله راپور ورکړی چې نن د دغه هېواد په خاوره کې د امریکا څو جنګي الوتکې نسکورې شوې، خو ټول پیلوټان یې روغ پاتې شوي دي.
ګارډین نن (دوشنبه) په خپل راپور کې لیکلي چې د کوېټ دفاع وزارت اعلان کړی، څو امریکايي جنګي الوتکې د دغه هېواد په خاوره کې نسکورې شوې دي.
په راپور کې د کوېټ د دفاع وزارت له قوله راغلي چې ټول پیلوټان په خوندي ډول له الوتکو وتلي او دا مهال په روغتون کې تر طبي معاینې لاندې دي.
سرچینې لیکلي چې تر اوسه روښانه نه ده چې د دغو الوتکو د نسکورېدو لامل څه و؛ خو دا پېښه په داسې مهال رامنځته شوې چې پر کوېټ د ایران سخت بریدونه روان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP