Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر میلادي کال د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ حجم د پام وړ ډېر شوی

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، په تېر ۲۰۲۵ میلادي کال کې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګرۍ کچه د وړم کال په پرتله د پام وړ لوړه شوې ده.

دغه وزارت په یوه اعلامیې کې ویلي، تازه ارقام ښيي چې په ۲۰۲۵ کال کې د منځنۍ اسیا هېوادونو سره د افغانستان د تجارت حجم د ۲۰۲۴ په پرتله پام وړ وده کړې ده. افغانستان له هېوادونو، لکه اوزبېکستان، قزاقستان، تاجیکستان، قرغیزستان او ترکمنستان سره پراخه سوداګري تجربه کړې ده.

د سرچینې په خبره، په ۲۰۲۴ کال کې له یادو هېوادونو د واردات کچه ۱.۶۷۹ میلیارد ډالره وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵ کال کې ۲.۳۹۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلي  او په یوه کال کې ۴۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

سرچینه لیکي چې صادرات هم له ۱۲۲ میلیون ډالرو څخه ۲۱۶ میلیون ډالرو ته لوړ شوي چې ۷۷ سلنه وده څرګندوي.

په اعلامیه کې راغلي: «سره له دې چې افغانستان تل یو وارداتي هېواد پاتې شوی، خو تېر کال یې وکولای شول په صادراتو کې ۷۷ سلنه وده وکړي. که دغه بهیر همداسې دوام وکړي، افغانستان کولی شي په نږدې راتلونکو کلونو کې سوداګریز توازن ترلاسه کړي. په ځانګړې توګه چې تر ټولو زیات واردات بریښنا، ګاز او سون‌توکي دي. خوشبختانه په افغانستان کې د انرژۍ برخه کې پر ځان د بسیا کېدو لپاره هڅې په شدت روانې دي چې دا خپله یوه هیله بښونکې نښه ده.»

سرچینه زیاتوي چې په مقابل کې د افغانستان صادرات لا هم په زراعتي محصولاتو او ابتدایي توکو پورې محدود دي؛ خو د تولیدي صنایعو، معياري بسته‌بندۍ او د صادراتي زیربناوو په پیاوړتیا سره، دا نابرابري په ښه توګه کنټرولېدای شي. د تجارت وده ښه خبر دی او که د صنعت پالیسۍ عملي، د داخلي تولید پانګونه او د سیمه‌ییز ترانزیټ پراختیا تعقیب شي، افغانستان کولی شي سوداګریز توازن ترلاسه کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.