Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

برېتانیا افغانانو ته د کاري او تحصیلي ویزو ورکولو لړۍ دروي

کابل (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، برېتانیا افغانانو ته د کاري ویزو صادرولو لړۍ دروي او د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره یې تحصیلي ویزې ځنډولي دي.

ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې دا پرېکړه پرون د برېتانیا د حکومت د کورنیو چارو وزارت له خوا اعلان شوې ده.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د محصلینو د پناه‌غوښتنې غوښتنلیکونه له پنځه برابره ډېر شوي دي.

د راپور له مخې، دغه اقدام د هغو کسانو له لوري د پناه‌غوښتنې زیاتېدو د مخنیوي په موخه شوی چې له غیرقانوني لارو دغه هېواد ته داخلېږي.

په راپور کې لیکل شوي چې اوس مهال د کار ویزې لرونکو افغانانو د پناه‌غوښتنې شمېر د صادر شوو ویزو له شمېر څخه هم زیات شوی دی.

د برېتانیا حکومت ویلي چې دغه بدلونونه به د مارچ له ۲۶مې نېټې پلي شي او د پناه‌غوښتنې د سیسټم له تثبیت وروسته به نوې «خوندي او قانوني لارې» رامنځته شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.