Language

کندهار کې د خوراکي توکو سلګونه هټۍ د بیو د لوړولو له امله وتړل شوې

کندهار (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د کندهار ښاروالۍ د بیو د کنټرول کمېټې له لوري د ښار په بېلابېلو سیمو کې شاوخوا ۴۰۰ هټۍ د خوراکي توکو د بیو د لوړولو له امله تړل شوې دي.

د کندهار ښاروالۍ ویاند سیف‌الله عاصم پژواک ته وویل، له پرون راهیسې یې د توکو د بیو د غیرقانوني لوړولو د مخنیوي او بازارونو د بېرته عادي حالت ته د راګرځولو په موخه نظارتي کمپاین پیل کړی دی.

هغه وویل، د ښاروالۍ نظارتي ټیمونه له پرون راهیسې بازارونو ته وتلي او هغه هټۍ یې تړلې دي چې د توکو بیې یې په خپل سر لوړې کړې وې.

ده زیاته کړه: «له پرون ورځې راهیسې تر نن پورې زموږ د نظارت ټیمونو د ښار په بېلابېلو بازارونو کې تر ۴۰۰ زیاتې هټۍ او مارکېټونه تړلي دي، ځکه هغوی د خوراکي توکو بیې په غیرقانوني توګه لوړې کړې وې.»

هغه وویل چې کندهار ته د خوراکي توکو واردات په عادي ډول روان دي او د بیو د لوړېدو لپاره کومه منطقي ستونزه نشته.

بل خوا د کندهار اوسېدونکي د ښاروالۍ دا اقدام پر ځای بولي او وایي چې د بازارونو جدي کنټرول ته اړتیا ده، ځکه ډېری کورنۍ د اقتصادي ستونزو له امله د لوړو بیو توان نه لري.

د کندهار یو اوسېدونکی، حکمت‌الله صلحي، وایي سوداګر باید د خلکو اقتصادي وضعیت ته پام وکړي او د روژې په میاشت کې د خلکو له اړتیاوو ناوړه استفاده ونه کړي.

هغه زیاته کړه: «اوسنی اقتصادي وضعیت ډېر ستونزمن دی او ډېری کورنۍ د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري؛ سوداګر باید د خپلو هېوادوالو غربت ته وګوري او د ګټې لپاره د خلکو ستونزې زیاتې نه کړي.»

د معلوماتو له مخې، په وروستیو ورځو کې په کندهار کې د سون توکو بیه هم لوړه شوې او د پټرولو او ډیزلو په هر لېټر کې شاوخوا لس افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.