کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۴): د کانګو چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په ختیځ کې د روبایا د کولتان په کان کې له سختو بارانونو وروسته د ځمکې ښویېدنې له امله تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.
د الجزیرې د راپور له مخې، په قربانیانو کې شاوخوا ۷۰ ماشومان هم شامل دي. همدارنګه یو شمېر ټپیان د درملنې لپاره د شمالي کیوو ولایت مرکز د ګوما ښار روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه پېښه په وروستیو ورځو کې د سختو بارانونو له امله رامنځته شوې ده.
د جنورۍ په وروستیو کې هم په همدغه کان کې له سختو بارانونو وروسته ورته پېښه شوې وه چې هغه مهال هم تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي وو.
د روبایا کان د نړۍ شاوخوا ۱۵ سلنه کولتان تولیدوي. دا مهم فلز له پروسس وروسته پر تانتالوم بدلېږي او په بېلابېلو صنعتونو، لکه د موبایل ټیلېفونونو، کمپیوټرونو، هوايي-فضايي وسایلو او د ګاز توربینونو په جوړولو کې پراخ استعمال لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP