Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د ایران د مذهبي مشر د مرګ په تړاو پراخه ولسي غونډه وشوه

غزني‌ښار (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۴): د غزني ښار سلګونو اوسېدونکو په یوې ولسي غونډه کې د ایران د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي د مرګ په تړاو خواخوږي څرګنده کړه او هغه یې د اسلامي نړۍ اغېزنام شخصیت وباله.
امریکا او اسرائیلو د کب په لسمه په ګډه د ایران پر بېلابېلو ښارونو بریدونه وکړل چې له امله يې د دغه هېواد د مذهبي مشر ایت‌الله علي خامنه‌يي په ګډون يو شمېر چارواکو ژوند له لاسه ورکړ.
دغه غونډه د غزني ښار د اسلامي ثقافت فرهنګي مرکز ته څېرمه د حضرت محمد مصطفی جامع جومات کې جوړه شوې وه.
د غونډې ګډونوالو د خامنه‌يي د سیاسي او مذهبي ژوند په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې هغه د سیمې په سیاسي بدلونونو او د اسلامي ارزښتونو په ملاتړ کې مهم رول درلود.
یوه دیني عالم محمد ابراهیم صالحي پژواک اژانس ته وویل: «موږ نن دلته د ایت‌الله علي خامنه‌يي د مرګ له امله راټول شوي یو او د ایران له ولس سره خپله خواخوږي څرګندوو.»
یو بل ګډونوال او قومي مشر الیاسي وویل: «ایت‌الله علي خامنه‌يي د اسلامي نړۍ له اغېزناکو شخصیتونو و چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره تېره کړه، د هغه مړینه د مسلمانانو لپاره د خواشینۍ وړ ده.»
سیاسي شنونکي انور فرهادي پژواک ته وویل: «داسې غونډې د دې لپاره جوړېږي چې خلک د مهمو شخصیتونو د ژوند او مبارزې یاد تازه کړي. د ایت‌الله علي خامنه‌يي په څېر اغېزمنو شخصیتونو مړینه کولی شي د سیمې پر سیاسي فضا هم اغېز وکړي.»
ورته مهال، ځینو نورو ویناوالو هم وویل چې د نوموړي سیاسي او مذهبي دریځونو په سیمه کې پر ګڼو تحولاتو اغېز درلود او شخصیت یې د نړۍوالو سیاسي بحثونو یوه مهمه برخه وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.