کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له یوه قطري چارواکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، پر افغانستان د پاکستان د تجاوز تر څنګ، پر ایران د امریکا او اسراییلو له تجاوز سره، خلیجي هېوادونو ته د جګړې د لمن پراختیا د غندنې وړ ده او باید ودرول شي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي، امیر خان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت له وزیر، محمد بنعبدالعزیز الخلیفي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې خبرو کې د سیمې پر وروستیو تحولاتو، د پاکستان له خوا د افغانستان پرخلاف د تجاوز پر دوام او د منځني ختیځ پر وضعیت خبرې وشوې.
سرچینه زیاتوي، متقي د سیمې له وروستي وضعیت څخه اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې پر افغانستان د پاکستان د تجاوز ترڅنګ، پر ایران د امریکا او اسراییلو له تجاوز سره، خلیجي هېوادونو ته د جګړې د لمن پراختیا د غندنې وړ ده او باید ودرول شي.
هغه ټېنګار کړی چې د افغانستان اسلامي امارت د دولتونو د ملي حاکمیت، ملي امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی مهم اصل بولي او دتاوتریخوالي د زیاتېدو پر ځای د ستونزو د حل لپاره د ډیپلوماسۍ لاره غوره ګڼي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې سيمه له سخت پړاوه تېرېږي او زياته کړې یې ده چې د قطر پر لور د ايران له خوا د باليسټيکتوغنديو او ډرونونو بريدونه شوي چې تر ډېره یې مخنیوی شوی.
الخليفي ویلي چې قطر د سولې کور دی او تل يې په نړۍ کې د شخړو سولهييز حل باندې ټينګار کړی دی.
خبرپاڼې له مخې، دواړو لوريو په پای کې د ډيپلوماسۍ د مسير پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل او د دواړو لوریو ترمنځ ددورته تماسونو او د نظر د تبادلې پر دوام ټينګار وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP