Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل سلګونو اوسېدونکو د پاکستان بريدونه وغندل او له افغان ځواکونو يې ملاتړ اعلان کړ

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۴): د کابل ښار سلګونو اوسېدونکو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم بریدونه وغندل او له افغان ځواکونو یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرې یکشنبې په شپه (د کب دویمه) د افغانستان حریم نقض کړ، په ننګرهار او پکتیکا کې یې پر ملکي سیمو بریدونه وکړل او دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له اتمې راهیسې د پاکستان پر پوځي تاسیساتو بریدونه پیل کړي دي.

چارواکي وایي، په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

نن د کابل ښار په عیدګاه جومات کې د زرګونو کسانو له خوا اعتراضیه غونډه ترسره شوه او پر افغانستان يې د پاکستان پوځي رژیم بریدونه په کلکو ټکو وغندل.

په یاده غونده کې د کابل ښار د ټولو ناحیو د وکیلانو شورا رییس احمدشاه الکوزي وویل چې د پاکستان پوځي رژیم پر افغانستان تېری کړی او دوی یې غندي.

هغه زیاته کړه: «موږ د کابل ټول ښاریان د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ یو او د خپلې خاورې دفاع کوو، زموږ په وجود کې چې یوه قطره وينه هم وي، د وطن د دفاع لپاره یې ورکوو.»

د ده په خبره، که د اسلامي امارت مشرتابه امر وکړي، دوی جنګ ته ځي او له امنيتي ځواکونو سره اوږه په اوږه جنګېږي.

نوموړي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې د پاکستان د پوځي رژیم د دغه عمل مخنیوی دې وکړي.

قومي مشر مولوي سمیع‌الله وویل، د پاکستان پوځي رژیم ځکه پر افغانستان تېرې کوي چې د دغه هېواد سوکالي او پرمختګ ورته د زغملو نه دي.

هغه وویل: «د پاکستان دغه کړنې د نړۍوالو قوانینو او اسلام خلاف دي، دوی دې اسلام ته مراجعه وکړي چې په اسلام کې ګاونډی څومره حقوق لري، پاکستان نه يوازې د افغانستان، بلکې د ټولې منځنۍ اسیا لپاره سرطان دی.»

نوموړی وایي، دوی د پاکستان پوځي رژیم پر وړاندې د اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ دي.

د یادې غونډې بل کډونوال محمد داوود وویل چې دوی له اسلامي امارت سره د پاکستان پر وړاندې د جګړې لپاره ولاړ دي.

هغه وویل: «که اسلامي امارت اجازه راکړي، اته زامن لرم، ټول د خپلې خاورې د دفاع لپاره جنګ ته ځي.»

د هغه په خبره، ټول هېوادونه او نړۍواله ټولنه د پاکستان دغه عمل ګوري خو سترګې یې پرې پټې کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.