Language

جوزجان کې ترافیکي پېښه؛ یو کس مړ او درې نور ټپيان شوي

کابل (پژواک، ۱۵ کب ۱۴۰۴): د جوزجان سیمه‌ییز مسوولین وایي چې د شبرغان – مزارشریف پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري عبدالستار حلیمي وویل، دا پېښه پرون مازدیګر شاوخوا څلور بجې د اقچې ولسوالۍ په «پل‌نو» سیمه کې شوې ده.
د هغه په خبره چې يو اکوا موټر له سړکه وتلی او چپه شوی چې له امله یې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
حلیمي زیاته کړه چې ټپیان د درملنې لپاره د اقچې ولسوالۍ ۲۰ بستریز روغتون ته لېږدول شوي دي.
نوموړي د دې پېښې لامل د موټرچلوونکي بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه مراعات بللی دی.