Language

په ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان بریدونو له امله ملکي کسانو ته اوښتې مرګ‌ژوبله

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند، د پاکستان پوځي رژیم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر پکتیکا، پکتیا، خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي خلکو بریدونه کړي چې له امله یې څلور تنه شهیدان شوي، درې تنه ټپیان دي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اړولي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د پکتيا په څمکنيو او پټان ولسواليو کې د عامو خلکو کورونه او ددواړو ولسواليو پر بازارونو بریدونه کړي دي.

هغه لیکلي چې په یادو بریدونو کې یو تن شهید شوی، یو تن ټپی دی، لس کورونه او ۱۴ هټۍ، دوه مارکیټونه او یو جومات تخریب شوي دي.

فطرت زیاته کړې، د پاکستان پوځي رژيم دغه راز د پکتيکا په برمل او شکين ولسواليو کې هم د خلکو پر کورونو او بازارونو بریدونه کړي چې له امله دوه تن شهیدان شوي او شپږ کورونه او څو هټۍ تخریب شوې دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند، زیاته کړې چې پاکستان د خوست عليشيرو او تريزيو ولسواليو کې هم پر ملکي خلکو بریدونه کړي چې له امله یو تن شهید شوی، دوه تنه ټپیان دي، لس کورونه زیانمن شوي، یو جومات شهید شوی او تر سلو کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

دغه راز هغه وایي چې د خوست ځاځي ميدان ولسوالۍ کې هم د يو هيوادوال کور په نښه شوی خو چاته په کې زیان نه دی اوښتې

فطرت دغه راز لیکلي چې د پاکستان پوځي رژیم  د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ کې هم په تېرو ۲۴ساعتونو کې پر عامو خلکو بریدونه کړي چې چاته په کې زیان دی اوښتی خو مالي زیانونه یې اړولي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.