Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار: د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله ۱۱۵ زره افغانان بې‌ځایه شوي

کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۴): د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو له امله په افغانستان کې ۱۱۵ زره او په پاکستان کې شاوخوا درې زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په خپاره کړي راپور کې لیکلي چې که د افغان کډوالو بېرته ستنېدل په لوی شمېر دوام وکړي، نو دا به پر بنسټیزو خدماتو او کوربه ټولنو ډېر فشار واچوي.

دې ادارې زیاته کړې چې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

په راپور کې راغلي: «موږ لا هم د افغانستان او پاکستان وضعیت ته اندېښمن یو؛ ځکه چې د نښتو پر مهال د دواړو هېوادونو دننه د کورنیو بې‌ځایه کېدو راپورونه ورکړل شوي او وضعیت لا هم ترینګلی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د کډوالۍ نړۍوال سازمان هم په یوه راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر دوام اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې وو چې دغه تاوتریخوالی به د بېرته ستنېدونکو افغانانو وضعیت تر پخوا لا پسې خراب کړي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان په خپل راپور کې لیکلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د دواړو لورو ترمنځ پرله‌پسې پوځي نښتې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې، حیاتي بنسټونو ته د زیان او د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځ کې د نږدې ۶۶ زره کسانو د بې‌ځایه کېدو لامل شوې دي.

یاد سازمان زیاته کړې و چې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې دوامدارې پوځي نښتې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله، حیاتي زیربناوو ته زیان او د افغانستان په ختیځ او سوېل ختیځ کې د نږدې ۶۶ زره کسانو بې‌ځایه کېدو لامل شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.