Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د تفریحي او سوداګریز کمپلېکس جوړولو چارې پیل شوې

 غزني‌ښار (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایې چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د روضې کوتل سیمه کې د شاوخوا دوه‌نیم میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د تفریحي او سوداګریز کمپلېکس جوړولو چاري پیل شوې.

د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس مولوي محمد اسماعل شکیب ویلي چې دغه تفریحي او سوداګریز کمپلکس په لس جریبه دولتي ځمکه کې د یوه خصوصي پانګه‌وال له لوري جوړیږي.

هغه وویل چې په یاد کمپلکس کې پارک، هوټل، سوپرمارکېټونه او یو شمېر نور خدماتي مرکزونه جوړ شي، څو د غزني ښار اوسېدونکو ته د تفریح او استراحت مناسب ځای برابر شي.

ده وویل، هڅه کوي چې د دولتي ځمکو د اغېزمنې ګټې اخیستنې لپاره نورې مناسبې ځمکې هم د اجارې له لارې خصوصي سکتور او عامو خلکو ته وسپاري.

د هغه په وینا، د دې کار موخه دا ده چې له یوې خوا پانګونې ته زمینه برابره شي او له بلې خوا خلکو ته د کار فرصتونه پیدا شي، څو د اقتصادي ودې او د هېواد د پرمختګ لپاره مناسبه فضا رامنځته شي.

ده ریاته کړه چې د یادې پروژې پلي کېدل کولای شي په دې سیمه کې د سیاحت او کوچنیو اقتصادي فعالیتونو د پراختیا لامل شي.

دغه افغان پانګوال سیداکبر وویل په یاد کمپلکس کې شاوخوا دوه نیم میلیون امریکایي ډالر پانګونه وکړي.

 د نوموړي په خبره، د دې پانګونې موخه یوازې سوداګریز عاید نه، بلکې د خلکو لپاره د تفریح مناسب چاپېریال رامنځته کول او د ځايي اوسېدونکو لپاره د کار زمینه برابرول هم دي.

هغه وویل، ټاکل شوې ده چې د دې پروژې چارې په شاوخوا یو نیم کال کې بشپړې شي.

د یادونې ده چې روضې کوتل د غزني ښار له هغو طبیعي سیمو څخه ده چې هره اونۍ زرګونه خلک د تفریح لپاره ورځي؛ خو د معیاري پارکونو، رستورانتونو او نورو خدماتي تاسیساتو نشتوالي له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.