کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي له مولوي امیرخان متقي سره په لیدنه کې ویلي چې له پاکستاني لوري سره په تماس کې دی او کوښښ کوي چي د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم شي او یو له بل سره رغنده اړیکي ولري.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یوی شیایونګ سره وکتل.
سرچینه زیاتوي چې په دې لیدنه کې د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر وروستیو تحولاتو او د پاکستان له لوري د افغانستان پر حاکمیت د نظامي تیري پر وروستي وضعیت خبرې وشوې.
خبرپاڼه کې راغلي، متقي د افغانستان او چین اړیکې مثبتې وبللې او هیله یې څرګنده کړه چې دواړه هېوادونه به په بېلابېلو برخو کې خپلې اړیکې لا پراخې او عملي کړي.
هغه د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت او ارضي تمامیت د وروستیو بریدونو په اړه د افغانستان اسلامي امارت موقف شریک کړی او ټینګار یې کړی چې افغانستان د شخړو پر ځای د ستونزو سولهییز حل ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي چې د کړکېچ سطحه لوړه نه شي خو د خپل وطن او خلکو دفاع خپل حق بولي.
یاد وزارت لیکلي چې د چین ځانګړي استازي ټینګار کړی چې هېواد یې غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل شي او هڅه وشي چې د سیمې د ثبات لپاره د کړکېچ کچه لوړه نه شي.
هغه زیاته کړه چې چین په دې اړه له پاکستاني لوري سره هم په تماس کې دی او کوښښ کوي چي د دواړو همسایه هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی راکم شي او یو له بل سره رغنده اړیکي ولري.