کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي چې د سترې محکمې د حکم پر اساس یې د هېواد د شپږو ولایتونو له زندانونو د ښځو او سړیو په ګډون ۳۴۴ بندیان ازاد کړي دي.
د افغانستان د زندانونو چارو د سمون ادارې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت یې د پروان، پکتیکا، میدانوردګو، غزني، پنجشېر او لغمان ولایتونو له زندانونو د ښځو او نارینهوو په ګډون ۳۴۴ کسان خوشي کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د ۴۹۵ نورو کسانو د حبس په موده کې کموالی راغلی دی.
د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتو له مخې، تر راتلونکو څو ورځو پورې به د هېواد په ټولو زندانونو کې دغه بهیر پیل او عملي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP