Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هاکان فیدان: په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره ډېر مهم دي

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره ډېر ارزښت لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی له نږدې څارل کېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان دغه څرګندونې پرون د ترک هېوادونو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو شورا تر غیررسمي غونډې وروسته کړې چې په استانبول کې جوړه شوې وه.

هغه ویلي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سیمې لپاره ډېر مهم دي.

د هغه په وینا، یو شمېر ترک هېوادونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د زیاتېدونکو کړکېچونو وضعیت له نږدې څارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر تېره میاشت (د فبرورۍ ۲۷مه) هم د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره په ټیلېفوني خبرو کې د سیمې د موضوعاتو، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي وضعیت په اړه خبرې کړې وې.

د پاکستان پوځي رژیم تېره یکشنبه شپه (د کب ۲مه) د افغانستان فضا نقض کړه او د ننګرهار او پکتیکا ولایتونو پر ملکي سیمو یې بریدونه وکړل چې دغه بریدونه لا هم دوام لري. افغان ځواکونو هم د کب له ۸مې وروسته د پاکستان پر پوځي تأسیساتو بریدونه پیل کړي دي.

چارواکي وایي چې په دغو بریدونو کې پاکستاني لوري ته درانه تلفات اوښتي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.