Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امر بالمعروف وزارت: د ښځو حقونه په یوې ورځې پورې نه دي تړلي، بلکې هر وخت د درناوي وړ دي

کابل (پژواک، ۱۷ کب ۱۴۰۴): د امر بالمعروف وزارت وایي چې په تېرو لسو میاشتو کې یې د ښځو د حقونو اړوند نږدې ۳۵۰۰ قضیو ته رسېدنه کړې ده او زیاتوي چې د ښځو حقونه د اسلام له اساسي ارزښتونو دي او هغه وخت خوندي کېږي چې ټولنه د عدالت، اخلاقي ارزښتونو او اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړه وي.

نن د مارچ اتمه د ښځو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.

د امر بالمعروف، نهي عن‌المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د خپل شرعي مکلفیت له مخي یې د هېواد په کچه د ښځو د حقونو خوندیتوب، د کورني تاوتریخوالي د مخنیوي، د میراث او نفقې د حقونو د تأمین او ناوړه دودونو د له منځه وړو لپاره دوامداره هڅې کړې دي او دا هڅې به جاري وي.

سرچینې دغه‌راز ډاډ ورکړی چې په ټولنه کې د اصلاح، عدالت او د خلکو د حقونو د تأمین لپاره په دوامدار ډول کار کوي، څو داسې ټولنه رامنځته شي چې ښځې له هر ډول ظلم او بې‌عدالتۍ څخه پکې خوندي ژوند وکړي؛ ځکه چې د اسلام مبارک دين ښځې ته د مور، خور، لور او مېرمن په توګه ځانګړی مقام ورکړی او د هغې د عزت، امنیت او ټولو شرعي حقونو خوندیتوب لپاره یې واضح اصول ټاکلي دي.

سرچینه کاږي چې د ښځې حقونه یوازې په یوې ورځې پورې نه دي تړلي، بلکې هر مسلمان مکلف دی، څو د یوې مسلمانې خور، مور، مېرمن او لور په توګه د مېرمنو حقونو ته درناوی وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت محتسبینو یوازې په تېرو لسو میاشتو کې د مېرمنو د حقونو برخه کې ۳۵۱۱ شکایتونه ثبت کړي چې له ډلې یې ۳۴۸۱ شکایتونو ته پر وخت رسېدنه شوې ده.

د امر بالمعروف وزارت لیکلي، ‎یوازې په تېره اونۍ کې ۷۳ مېرمنې له کورني تاوتریخوالي او ۹ مېرمنې له اجباري نکاح ژغورل شوې او ۱۵ مېرمنو ته د میراث حق ورکړل شوی دی.

خبرپاڼه کې دغه‌راز راغلي چې د یاد وزارت محتسبینو د ناوړه دودونو مخنیوي په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه له ۱۷مې ګڼې فرمان څخه د سرغړونې له امله چې په هغه کې ډېره برخه د ښځو پر حقونو متمرکزه ده، نږدې یوولس زره سرغړوونکي راغوښتي او هغوی ته یې قناعت ورکړی چې له ورته کړنو لاس پر سر شي، همداراز په دې برخه کې د عامه پوهاوي لپاره د محتسبینو له لوري له عامو هېوادوالو سره نږدې ۹ زره اصلاحي ناستې ترسره شوې دي.

د امر بالمعروف وزارت لیکلي: «موږ باور لرو، د ښځو حقونه هغه وخت خوندي کېږي چې ټولنه د عدالت، اخلاقي ارزښتونو او اسلامي اصولو پر بنسټ ولاړه وي.»

یاد وزارت ټینګار کړی چې د ښځو حقونه د اسلام له اساسي ارزښتونو څخه دي او د دغو حقونو خوندیتوب لپاره به خپلې هڅې لا پیاوړې کړي، د مېرمنو د حقونو خوندیتوب د یاد وزارت لپاره لومړیتوب دی او د هغوی حقونو ته د پر وخت رسېدنې لپاره یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي، که چرې کومه مېرمن د خپلو حقونو په تړاو له ستونزو سره مخ وي یا هم کوم شکایت لري، په ۲۴ ساعته ډول کولای شي د یاد وزارت د شکایتونو اورېدو له ۱۹۱ شمېرې سره اړیکه ونیسي او یا هم د‌ خپلې سیمې اړوند محتسبینو ته مراجعه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.