Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هګسټ: پر لوېدیځې ډیموکراسۍ د افغانستان د ټولنې بدلولو لپاره د امریکا هڅه له لومړیو ناکامه وه

کابل (پژواک، ۱۸ کب ۱۴۰۴): د امریکا د جګړې وزیر د افغانستان د جګړې تجربې ته په اشاره ویلي چې د افغانستان پر ټولنه د غربي سبک ډیموکراسۍ منلو لپاره د امریکا متحده ایالتونو هڅه له پیله بریالۍ نه وه.

د سي‌بي‌اېس نیوز د راپور له مخې، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هګسټ دغه څرګندونې په یوه ټلوېزیوني مرکه کې کړې دي.

نوموړي ویلي: «دا غرور او ځان لوی ګڼل و چې موږ به افغانستان ونیسو او د لوېدیځ په ډول د ځواکونو او بنسټونو په جوړولو سره به یې د جفرسوني ډیموکراسۍ پر نظام بدل کړو، خو دغه کار له هماغه پیله بریالی نه ښکارېده.»

هغه زیاته کړې: «ما خپله دا هر څه لیدلي او شاهد وم چې دغه بهیر څنګه پر مخ ولاړ.»

نوموړي د خپلو خبرو په بله برخه کې د ایران پر وړاندې د امریکا جګړې ته په اشاره ویلي چې دا جګړه د ایران د ټولنې د بیارغولو لپاره نه ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.