Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پوتین او ټرمپ د ایران، اوکراین او وینزویلا په اړه ټیلېفوني خبرې وکړې

کابل (پژواک، ۱۹ کب ۱۴۰۴): کرملین اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د ایران، اوکراین او وینزویلا په اړه ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، د کرملین سلاکار یوري اوشاکوف ویلي چې دا یو ساعته ټیلېفوني اړیکه د امریکا متحده ایالاتو په نوښت ترسره شوې ده.

د راپور له مخې، پوتین د ایران او امریکا ترمنځ د شخړې د ژر هواري لپاره یو شمېر سیاسي او ډیپلوماټیکي حل‌لارې هم وړاندې شوې دي.

یوري اوشاکوف څرګنده کړې: «په دې اړه د نظرونو مفصله تبادله وشوه چې زما په اند دواړه لوري به یې ګټوره وبولي.»

هغه د پوتین او ټرمپ ټیلېفوني خبرې «کاري، پرانیستې او رغوونکې» بللې دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.