کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې له سریلانکا سره به د درېیو شلاوریزو او درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د ۲۰۲۶ کال په وروستیو میاشتو کې ترسره شي.
کرکټ بورډ نن په یوه اعلامیه کې ویلي، افغانستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اوریزو او درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ چې ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شوې وې.
سرچینه زیاتوي، په سیمه کې د روان وضعیت پراساس د رامنځته شوو لوجیستیکي ننګونو او د الوتنو د محدودیتونو له امله د ۲۰۲۶ کال وروستیو میاشتو ته وځنډول شوې.
کرکټ بورډ لیکلي، د لوبو د ځنډولو پرېکړه د سریلانکا کرکټ بورډ په مشورې او رضایت سره شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي، د دغې لوبلړۍ د بیا ترسره کولو لپاره بیا هم د متحده عربي امارات د لومړني کوربه هېواد په توګه په پام کې نیول شوی دی او نوې نېټې به د اړوندو بورډونو او ښکېلو اړخونو ترمنځ له همغږۍ وروسته په مناسب وخت کې اعلان شي.
سرچینې لیکلي، د افغانستان کرکټ بورډ ژمن دی چې دا سیالۍ په لومړي مناسب فرصت کې ترسره کړي او د سریلانکا کرکټ بورډ سره خپلو پیاوړو اړیکو ته دوام ورکړي.
ټاکل شوې وه چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دغه لوبلړۍ په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان په کوربهتوب ترسره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP