Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فطرت: پاکستان تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر ځینو ولایتونو د هاوان او توپ سلګونه مرمۍ راتوغولې دي

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مرستیال ویاند وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژیم د هېواد پر څلور ولایتونو د هاوان او توپ سلګونه مرمۍ را وغولي چې له امله یې درې ملکي وګړي شهیدان، درې ټپیان او ګڼ شمېر نور بې‌ځایه شوي دي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پوځي رژيم د افغانستان پر ځینو ولایتونو بریدونه کړي دي.

هغه لیکلي چې د پکتیا ډنډپټان ولسوالۍ په کوټ کلي کې تېره شپه د پاکستان پوځي رژیم له لوري یوه توغول شوې د هاوان مرمۍ لګېدلی چې له امله یې درې ملکي کسان شهیدان او دوه نور ټپيان شوي دي.

فطرت زیاته کړې چې دغه‌راز د پکتیا په شکین ولسوالۍ کې هم عامو خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو ۱۲ د هاوان مرمۍ او ۱۴ د ډي‌سي توپ مرمۍ فیر شوې دي.

ده ویلي، مرمۍ پر شاړو ځمکو، تخلیه شوو کورونو او د ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ ته نږدې سیمو کې لګېدلې دي، د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ده په خبره، دغه‌راز د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې هم د پاکستان له لوري شاوخوا ۹۰ د هاوان او توپ مرمۍ فیر شوې دي.

د اسلامي امار مرستیال ویاند لیکلي چې د خوست ولایت په ځاځي‌میدان ولسوالۍ  په څو کلیو کې هم پر درنو وسلو د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي، تر اوسه د یوه ملکي کس د ټپي کېدو راپور ترلاسه شوی او ګڼ شمېر کورنۍ بې‌ځایه شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه‌راز د نورستان د کامدېش ولسوالۍ پر نواباد، دونیژه او ډبه کلیو هم د هاوان او ټوپونو بریدونه شوي، کلیوال له خپلو کورونو وتلي، څو کورونه نیمه تخریب شوي او ۲۰ څاروي تلف شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.