Language

متقي له خپل عماني سیال سره د سیمې پر وروستیو بدلونونو او دوه‌اړخیزو اړیکو غږېدلی

کابل (پژواک، ۲۰ کب ۱۴۰۴): د افغانستان بهرنیو چارو وزیر له خپل عماني سیال سره په ټیلېفوني اړیکه کې ‎پر دوه اړخیزو اړیکو او د سیمې پر وروستیو تحولاتو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي امیرخان متقي د عمان سلطنت د بهرنیو چارو له وزیر بدر بن حمد البوسعيدي سره ټیلیفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه کې راغلي، دواړو لورو په منځني ختیځ کې وروستي تحولات اندېښمنوونکي او د امريکا او اسرائيلو له خوا پر ايران تېری او د سيمې نورو هېوادونو ته د جګړې پراختيا یې د غندنې وړ وبلله.

سرچینه زیاتوي، همداراز دواړو لورو د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر وروستي وضعيت هم خبرې وکړې چې په ترڅ کې يې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د تېريو او د افغانستان اسلامي امارت له خوا د متقابلو دفاعي اقداماتو په اړه د افغانستان د حکومت دريځ بيان کړ.

یاد وزارت لیکلي، په پای کې دواړو لورو د سيمه‌ييزو ستونزو د هواري په موخه د ډيپلوماسۍ د مسير پر انتخاب او د خبرو له لارې د ستونزو پر حل ټينګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.